پنجاب دا مهال څلورو جبهو کې جنګیږي
سرلوڅ مرادزی  سرلوڅ مرادزی

لکه چې څرګنده ده د پاکستان پنوم مصنوعي او پيوندي هېواد ، انګریزانو په ۱۹۴۷ کال له افغانستان خاورې څخه د جلاشوې ټوټې او د هند خاورې پر یوه برخه ، په سیمه کې لکه په منځني ختیځ کې اسراییل د دایمي کړکېچ او د سیمې د ولسونو لپاره د تلپاتې عذاب او شکنجې په موخه ، راوزیږاوه .

انګریزان چې هغه مهال افغانستان کې د غازي امان الله خان په مشرۍ د خپلواکۍ غورځنګ ، په کوزه پښتونخوا کې د پاچاخان په مشرۍ د خدايي خدمتګارو ازادي پال غورځنګ او په هند کې د ګانګرس د خپلواکۍ غورځنګ د پلپسې مبارزو له کبله اړ شوي وو چې سیمه خوشي کړي ؛ نو د  ازادي پالو څخه يي د غچ په موخه ، په سیمه کې د ځان پر ځای ګوډاګی او لاسپوڅي رژیم پاکستان رامنځته کړ .

 پاکستان هم  د خپل بادارانګریز په لار ګام  په ګام پل واخیست او خپل شپيته کلن شتون کې يي د سیمې هېوادونو ته  د سرپه کاسه کې اوبه ورکړې .اوس هم پاکستان چې سیمه کې شوونیستي او ملیتاریستې موخې لري د افغانستان ، هند او سیمې په وړاندې د خپل شیطاني دریځ څخه لاس نه اخلي او د خپل نوم بدي شالید پڅېر بیا هم  په سیمه کې د کړکېچ ، شخړو او جګړې مرکز تود ساتي .

پنجاب لومړی غواړي افغانستان کې یو ګوډاګی حکومت ولري چې د پنجاب په خوله وي او څه چې پنجاب وايي هغه يي پلي کړي . داسې کار پنجاب هغه وخت کولای شي چې خپل هېواد کې روزل شوي او پالل شوي ترهګر لکه په ۹۰ ومو کلونو کې مجاهدین او روسته طالبان په پلازمېنه کابل کې واکمن کړي . په همدې تړاو د اکتوبر په ۱۹ مه  د سې شنبې په ورځ د پاکستان پخواني زورواک مشرف د امریکا د هاسټن په (ایشیاسوسایټي ټکسیس سنټر) کې وايي « نړۍ دوی (طالبان) په رسمیت ونه پېژندل او موږ ته هم ویل کېدل چې لاس ترې واخلو.ما تل دا وړاندیز کاوه چې پکار ده ستراتیژي بدله کړو . پکار ده چې طالبان په رسمیت وپېژنو »

 دوېيم دا چې پنجاب د خپلې ډارنې او بګېل اردو ترڅنګ چې په اوویاومه لسیزه کې د بنګله دیش جګړې په مهال د هند له اردو څخه وتیښتېده او « د ۱۹۷۱ کال د دیسمبر په ۱۶ مه د مملکت خدایداد پاکستان مسلمان جرنیل نیازی د هندوستان د جنرال اروړه د وړاندې وسله وغورځوله » او د یو لک سرتېرو په مشرۍ تسلیم شو، باید د ترهګرو یوه پراخه ډله ولري چې هغه د پنجابي اردو د مخکېنۍ لیکې پتوګه د هند په وړاندې د کشمېر سنګر کې وجنګیږي او درېیم دا چې دا ترهګري ډلې باید په کور دننه پاکستان کې د اردو ترڅنګ د پښتونستان ، بلوچیستان او سندیش د خپلواکۍ غورځنګ وټکوي ، ترڅو د پاکستان مصنوعي هېواد وساتي او له دننه ونه شړیږي .       

خو د پېښو تازه پراختیا ښۍ د پورته درېيو جبهو سربېره سیمه کې د پنجاب ګټو ، دا ځل هغه هېواد د امریکې په مشرۍ ناټو سره ښکر په ښکر کړی دی . د روانې میاشتې اوږدو کې د پنجاب د واکمنۍ په ټولو برخو یانې سند ، بلوچیستان ، پښتونخوا او خپله پنجاب کې د ناټو اکمالاتي کاروانونه د ملیشه ډوله طالبي اورپکو او ترهګرو د پلپسې ګوزارونو او حملو لاندې راغلل . په ښکاره خو د ناټو په هوايي برید کې د پاکستان د پوځ درې تنه عسکر وژل شوي وو خو د غچ اخیستلو لپاره يي ناسکه وروڼه طالبان او ترهګر د جګړې سنګر ته راوړاندې شول . پنجاب په یوه خوله ناټو ته ویلې چې زغم وکړي او ټانکرونه پر لویو لارو تم او دریدلي وساتي ترڅو د دوی په وینا د پاریدلو وګړو احساسات کیني او په بله خوله يي ملیشه ډوله اورپکوته ویلي چې ټانکرونه  مو درته درولي ساتلي ؛ هغه تر اور لاندې ونیسي ، ګوره چې وخت له لاسه ورنکړۍ ، ويي سوځوي او تالايي کړي !

بلخوا د پنجاب لوی درستیز اشفاق کیاني د امریکي لوی درستیز مایک مولن ته په شمالي وزیرستان کې  د پنجابي پوځ په مټ د القاعدې د جاروکولو وعده ورکوي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  داسې عملیات هغه وخت شوني ګڼي چې هغه د پنجاب ملي ګټې زیانمنې نکړي . د امریکې لوی درستیز مایک مولن وايي « جنرال اشفاق کیاني ښه پوهېږي چې زموږ لومړیتوبونه او غوښتنې څه دي .شمالي وزیرستان د ترهګرو مرکز دی، دا هغه ځای دی چې القاعده شبکه پکې دېره ده. » خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي « دا چې دا هیواد به په شمالي وزیرستان کې کله او څرنګه عملیات وکړي او یا به یې په څه ډول وکړي، داسې پرېکړه ده چې پاکستان به یې د خپلو تجربو پراساس او د خپلو وړتیاو ، لومړیتوبونو او د هیواد د ملي ګټو په رڼا کې کوي. » امریکا ، پنجاب ته وايي ترهګر او القاعده له وزیرستانه ورک کړه چې د امریکي ملي ګټې يي اړینه بولي خو پنجاب امرکي ته وايي د القاعده او ترهګرو په اړه به دوی « پنجاب » د خپلو ملي ګټو په رڼا کې هوډ نیسي!  

دا ده د ملي ګټو پر سر جګړه او ټکر !

 د پېښو په بله پراختیا کې سي این این د ناټو د یو چارواکي له خولې چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي ویلي و « د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملومسوول اسامه بن لادن د سیمې د اوسېدونکو او د پاکستان د استخباراتي شبکې د ځینو غړیو له لوري ساتل کېږي. » دې تلویزیون همداراز ویلي « د القاعده شبکې دوهم نمبرمشرایمن الظواهري اسامه بن لادن ته نژدې اوسي.

سي این این د ناټود دغه چارواکي له قوله زیاتوي :« د القاعده شبکې هیڅوک د غرو په سمڅو کې نه اوسي.»

همداراز د سي این این په راپورکې ویل شوي :« دغه مقام  د امریکا د متحدو ایالتونو دا ارزونه تاییدوي چې د طالبانو مشرملاعمر روستیو څو میاشتو کې د کوټې او کراچۍ د ښارونو ترمنځ د تګ راتګ په حال کې دی.»

خود پاکستان د اطلاعاتو مرستیال وزیر سامسام بخاري د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته نن ویلي « دا ډول خبرې به کېږي.د داسي خبرو په وړاندې زموږ غبرګون له لومړۍ ورځې ښکاره دی او هغه دا چې دی (بن لادن) دلته نشته.»

ده د سي این این تلویزیون د راپور په باب وویل:« دوی تل وايي چې اسامه دلته دی خوموږ ته نه وايي چې دقیقاً چېري دی.موږ په دې ډول خبرو باور نه لرو.»

ډي پي اې وايي د پاکستان له انکار سره سره عمومي باور دا دی چې اسامه بن لادن د دغه هیواد په غرنیو سرحدي سیمو کې پټ دی .

د دې اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلنټڼ هم پخوا ویلي و « ځیني پاکستاني چارواکي پوهېږي چې د القاعده مشر اسامه بن لادین د شمال لوېدیځ د قبایلي سیمو په کوم ځای کې اوسي. » هغې په جولای کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې هم ویلي و :« فکر کوم حکومت کې ځینې عناصرپوهېږي چې بن لادن چېري دی . ما دا خبره پخوا هم کړې وه »

د پنجاب د همدغه سرتمبه دریځ له مخې چې هغه هېواد يي د خپلو ملي ګټو څرګندوی بولي ، سیمې ته د امریکي په مشرۍ د ناټو او ایساف نور ځواکونه او پوځي وسیلې د راتګ په حال کې دي . پنجاب د تش په نوم ملي ګټو اویا د لویديځ د شریکباڼې او لاس الې پتوګه په سیمه کې د یو داسې تاوتریخوالي او شرغوبل د دایمي ساتلو سیاست لوبوي . 

د امریکا سمندري ځواک وايي چې یوایس ایس ابراهم لینکولن الوتک وړونکې بېړۍ او(USS Abraham Lincoln ) د کروز هدایت کېدونکو توغنیدو وړونکې بېړۍ (USS Cape St) یې د روانې اوونۍ په لومړیو ورځو کې سیمې ته رسېدلې ده.

په لینکولن الوتک وړونکې بېړۍ کې د جګړې سیمې ته شپېته جنګي الوتکې انتقال شوي او دا الوتکې پر هغو سربېره دي چې (USS
Harry S. Truma) بېړۍ رسولي دي.

سیمه کې به د دومره زیاتو نړیوالو ځواکونو او وسلو راټولېدا چې د پنجاب د ناړامه او جګړه مار سیاست پایله ده ، حالات نور هم کړکېچن کړي . پنجاب چې نن سبا په سیمه کې لویه بدماشي پيل کړي او د نړۍ د ترهګرو په ځاله بدل شوی ، پکار ده چې همدا اوس يي غم وخوړل شي . د ناټو په کاروانونو حملې او د القاعده او نورو ترهګرو څخه په ډاګه ننګه باید بي ځوابه پاتې نشي . پخوا له دې چې پنجاب له کنتروله ووځي ، ناټو باید هلته د ترهګرو ځالې په نښه کړي او له منځه يي یوسي .

اخځونه :

ــ تاند بریښپاڼه

ــ افغان جرمن انلاین بریښپاڼه

ــ پاچاخان او خدايي خدمتګاري ، دویم ټوک : د خان عبدالولي خان لیکنه

د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر ۲۰ مه


October 20th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی